د طالبانو حکومت له هنده د سوداګرۍ د لا زیاتېدو او د کارګو د لوژیستکي مرکزونو د جوړېدو غوښتنه وکړه

د ایران چابهار بندر

د افغانستان د طالبانو حکومت له هند څخه وغوښتل چې سوداګري نوره هم پراخه کړي او د مالونو د لېږد لپاره په افغانستان کې د کارګو لوژستیکي مرکزونه جوړ کړي.

دا غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې کابل له نوي ډيلي سره اړیکې پیاوړې کوي او له پاکستان سره له پرله‌پسې شخړو او د لارو له بندېدو وروسته بدیل لارې لټوي.

د طالبانو د سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د پنجشنبې په ورځ له هند څخه وغوښتل چې د ایران د چابهار بندر له لارې د افغان محصولاتو د صادراتو لپاره د منظم سمندري ترانسپورت په رامنځته کولو کې مرسته وکړي. دغه بندر د هند له لوري اداره کېږي.

عزیزي په نوي ډيلي کې د هند د سوداګرۍ په چارو کې د دولت له وزیر، جتن پراسادا سره وکتل او د پانګونې، ګډو پروژو او د افغان صادرونکو لپاره د لا زیاتو فرصتونو د رامنځته کولو په اړه یې خبرې وکړې.

سربېره پر دې، عزیزي وړاندیز وکړ چې هند دې د افغانستان په جنوب لوېدیځ ولایت نیمروز کې – چې له ایران سره ګډه پوله لري – وچ بندرونه جوړ کړي او د هند ممبۍ ته نژدې په نهـاوا شیوا لوی کانتینري بندر کې دې د افغان کارګو د پروسس اسانتیاوې رامنځته کړي.