منظور پښتين: د بنو پولیسو د ګيله من وزير ورور او د اکا زوی نیولي دي

عکس ارشیف

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين وايي د بنو پولیسو د هغه تحريک د يو وژل شوي مخکښ، ګيله من وزير ورور عرفات او د تره زوی حاضر خان نیولي دي. پښتين د نومبر په ۱۹مه پر خپله فیسبوک پاڼه د غندنې په ترڅ کې ليکلي چې پولیسو هغه کسان له عدالته له ځان سره وړي دي.

د عرفات پښتين د کورنۍ يو غړي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شی، د نومبر په ۲۰مه مشال راډيو ته وويل چې پر هغو دواړو تور وو چې د ګيله من وزير په وژنه تورن کس، ازاد داوړ باندې یې حمله کړې ده. خو د هغه په وينا دا بې بنیاده دعوه ده او کورنۍ یې پر ازاد داوړ هېڅ برید نه دی کړی. تر اوسه پولیسو او د ازاد داوړ کورنۍ په دې اړه څه نه دي ويلي.

منظور پشتين په خپله ليکنه کې د پاکستان پر ریاست تور پورې کړی چې د ګيله من وزير د قاتلينو د نيولو پر ځای د هغه د کورنۍ غړي نيول کېږي او "د پښتنو خيرخوا لادرکه" کوي. د پاکستان حکومت په دې هلکه څه نه دي ويلي خو پر پښتو ژغورنې غورځنګ یې د ریاست پر ضد د خلکو د پاڅولو په تور کې بندیز لګولی. پي ټي اېم او د بشري حقونو نړیوالو ادارو دا بندیز غندلی دی.

شاعر او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی، ګيله من وزير د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۱۱مه په اسلام اباد کې ووژل شول. د هغه کورنۍ د نوموړي د وژنې تور د جایدادونو پر يو کاروباري ازاد داوړ او د هغه په ملګرو پورې کړ. تر اوسه پولیسو نوموړی یا بل څوک د ګيله من وزير د وژنې په تور نه دي نيولي.