د روسیې بې پيلوټه الوتکو په تازه بریدونو کې په اوکراین کې نژدې شل تنه وژلي او په لسګونو نور یې ټپيان کړې دي.
اوکرایني رسنیو راپور ورکړ چې نن چهارشنبه( د نومبر ۱۹ مه) د ترنوپیل، خمیلنیتسکي، ایوانو-فراکویویسک، ریونه، لویو او دنیپرو پیتروفسک په سیمو کې چاودنې اوریدل شوې دي.
د اوکراین د بیړنیو چارو ادارې ویلي دي چې په ترنوپيل کې پر دوو لوړپوړیو ودانیو برید شوی چې لږ تر لږه نولس تنه پکې وژل شوې دي او شپږ شپیته نور د شپاړس ماشومانو په ګډون ټپیان شوې دي.
د اوکراین انرژي وزارت ویلي دي چې د دې بریدونو له امله په یوشمیر سیمو کې بریښنا پرې شوې ده.
د اوکراین په خارکیف کې هم د تیرې شپې د بریدونو په ترڅ کې د پولیسو په وینا شپږ دیرش کسان ټپيان شوې دي. چې پر دې سیمه له تیرو دریو ورځو راهیسې روسیي ډرون الوتکې بمبارۍ کوي.