د غزې په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې اختلاف

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا یوه غونډه ، ارشیف

د غزې د شخړې دحل په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې اختلاف رامینځ ته شوی دی.

د جرمني خبري اژانس رپوټ ورکوي چې متحدوایالاتو او روسیې د غزې د شخړې په اړه امنیت شورا ته د پریکړه لیکونو متضادې مسودې وړاندې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ډیپلوماتانو په وینا امنیت شورا امکان لري راتلونکې اونۍ په دې هکله رایې واخلي.

د متحدو ایالاتو لخوا د پریکړه لیک وړاندې سوې مسوده هڅه کوي د منځني ختیځ دسولې لپاره د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلان ملاتړ وشي.

په ملګرو ملتونو کې دامریکايی ډیپلوماتانو د پنجشنبې ورځې اعلامیې وویل: "موږ د امنیت شورا څخه غوښتنه کوو چې د دې تاریخي شیبې څخه ګټه پورته کړي ترڅو د دې پریکړه لیک ملاتړ کولو سره په منځني ختیځ کې د تلپاتې سولې لپاره لاره هواره کړي."

مصر، قطر، متحده عربي امارات، پاکستان، سعودي عربستان، اردن او ترکیې د متحده ایالاتو د مسودې ملاتړ کړی دی.

خو روسیې خپل پریکړه لیک وړاندې کړی، چې په کې فلسطین د یو دولت په توګه پیژندل شامل دي. چین اشاره کړې چې د روسیې د مسودې ملاتړ ته چمتو دی.

روسیه، چین او امریکا په امنیت شورا کې د ویټو حق لري - پدې معنی چې هره هغه پریکړه چې دوی یې پر ضد رایه ورکړي نشي تصویب کیدای.