په داسې حال کې چې د کابل او اسلام اباد ترمینځ اړیکې ترینګلې دي او ددواړو هیوادونو ترمینځ سوداګري لارې تړل شوي ، د طالبانو حکومت چارواکي وايي افغانستان د پاکستان له لارې د خپلو سوداګري انتقالاتو د کمولو لپاره منځنۍ اسیا او ایران ته مخه کړې.
د سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام جواد اخوندزاده رویترز خبري اژانس ته ویلي: "په تیرو شپږو میاشتو کې، زموږ سوداګري له ایران سره ۱.۶ ملیارد ډالرو ته رسیدلې، چې له پاکستان سره د ۱.۱ ملیارد ډالرو سوداګري تبادلې څخه لوړه ده."
هغه زیاتوي چې د ایران د چابهار بندر تاسیساتو څخه استفادې د اموالو په انتقال کې ځنډ کم کړی او سوداګرو ته یې ډاډ ورکړی چې که د پاکستان لارې وتړل شي نو بارونه به ونه دریږي.
د طالبانو د حکومت د ریاست الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملاعبدالغني برادر د چهارشنبې په ورځ په کابل کې صنعتګرو او سوداګرو ته د وینا پرمهال لدوی وغوښتل چې د پاکستان پر ځای بدیلې ترانزیتي لارې پیدا کړي.