پاکستاني پولیسو د افغان کډوالو په اړه د معلوماتو په بدل کې جایزې اعلان کړې دي

پاکستان د ۲۰۲۳ کال له نوامبر میاشتې راهیسې د افغان کډوالو جبري ایستل پیل کړل

ځینو پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې د پنجاب ایالت امنیتي چارواکي د «غیر قانوني» افغان کډوالو د راټولولو، نیولو او ډیپورت کولو په موخه هغو کسانو ته چې د دې کډوالو په اړه معلومات ورسره شریک کړي، نغدي جایزه وکوي.

که څه هم د پنجاب ایالتي حکومت تر اوسه په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، خو د پاکستان د ۲۴ نیوز ټلوېزیون د راپور له مخې، په پنجاب ایالت کې پولیسو اعلان کړی چې د ناقانونه افغان کډوالو په اړه د معلوماتو د شریکولو په بدل کې به اشخاصو ته ۱۰ زره پاکستانۍ کلدارې ورکړل شي.

د پاکستان د لاهور ښار د پولیسو چارواکو هم له دې رسنیو سره په مرکو کې تایید کړې چې دوی په دې وروستیو کې د هغو افغان کډوالو د ایستلو او نیولو بهیر چټک کړی چې (اې سي سي) او (پي او ار) کارتونه لري.

د پاکستاني امنیتي چارواکو په خبره، دا ډول اسناد لرونکي وار دمخه د پاکستان د حکومت له خوا نا قانونه اعلان شوي دي او دوی ته به په هېڅ صورت په دې هېواد کې د پاتې کېدو اجازه ورنه کړي.

په پاکستان کې یو شمېر مېشت افغان کډوال بیا وایي چې د دوی د نیولو، ځورولو او ایستلو بهیر له تېرې نږدې یوې اونۍ راهیسې وروسته له هغه په بې ساري ډول چټک شوی چې په خبره یې د پاکستان په ځینو ښارونو کې په دې وروستیو کې بریدونه وشول او پاکستان یې پړه پر افغانستان واړوله.

د پاکستان پولیسو هغو کسانو ته چې د ناقانونه کډوالو په اړه معلومات ورکړي لس زره روپۍ جایزه اعلان کړې ده.

په اسلام اباد کې مېشت افغان کډوال یوسف خان چې له ۴۰ کلونو راهیسې په دې هېواد کې اوسېږي، د جمعې په ورځ «د نومبر پر ۱۴مه» ازادۍ راډیو ته وویل چې پولیسو په اسلام اباد کې د کورونو مالکانو ته خبرداری ورکړی چې پناه غوښتونکي او غیر قانوني کډوال له خپلو کورونو وباسي. نوموړی وايي"ستونزې زښته زیاتې شوي، کډې بارېږي. پولیس کله په کوڅو کې ورته ولاړ وي کله بل چېرې، پرېښودل بالکل نشته، چېرې چې کدوال ونیسې لکه د دوی لاتري چې راوتلې وي، له کورونو خلک باسي، کرایي کورونه نه پیدا کېږي، زما خپل کور کرایي و، خو ټول یې له کورونو رایستلي یو، ځکه اعلان یې کړي چې کورونه په کرایه مه ورکوئ، د کرایي کورونو څښتن هم وېرېږي."

په دې اړه نور: له دوو لکو ډېر افغانان په تېرو دریو اونیو کې له ایران او پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي

د لاهور ښار یو اوسېدونکی افغان کډوال چې ده هم نه غوښتل په راپور کې یې نوم خپور شي، ورته وضعیت بیانوي او وايي"حالت بالکل خراب دی، بس چې پولیس چېرې کډوال وګوري ورمنډې وهي، نیسې یې، په هېڅ صورت یې نه پرېږدي. که خپل وطن ته هم ولاړ شو، هلته هم وضعیت سم نه دی، لارې راباندې بندې دي، مشکلات زښته زیات دي، موږ دکانونه درلودل، هغه یې ړنک کړل، ډېر زیانونه یې راواړول."

یو افغان کډوال چې پولیسو نیولی دی. (آرشیف)

دوی وایي چې سلګونه ښځې، ماشومان او د پاخه عمر لرونکي او ناروغان افغانان د سړکونو په غاړه ناست دي او بې سرپناه او بدو بشري حالاتو سره مخ شوي دي او د دوی په اړه معلوماتو شریکونکو اشخاصو ته د جایزو د ورکړې خبره هم تاییدوي.

که څه هم پاکستاني چارواکو له رسنیو سره خبرو کې ویلي چې یوازې هغو افغانانو ته به د پاتې کېدو اجازه ورکړل شي چې قانوني ویزې لري خو هغه افغانان چې د قانوني ویزو له لارې دغه هېواد ته تللي او نورو هېوادونو ته د تګ په تمه هلته دېره دي، وایي د پاکستان حکومت پرې د ویزو د تمدید بهیر درولی او د دوی د نیولو او ځورونو بهیر هم تر بل هر وخت شدید شوی دی.

په اسلام اباد کې مېشتې یوې افغانې مېرمنې چې د بریټانیا کیس لري د نوم نه خپرولو په شرط ازادي راډیو ته وویل“له هغه وروسته چې له بده مرغه د پاکستان او افغانستان تر منځ شخړې ډېرې شوي، دلته د افغان کډوالو وضعیت ډېر بد شوی. له جون میاشتې راهیسې دلته د افغانانو لپاره د ویزو تمدید په بشپړه توګه بند دی، هغه افغانان چې په قانوني ویزو دلته راغلي او نه یې غوښتل چې غیر قانوني واوسېږي، خو دوی دا افغانان هم په دې ډول غیر قانوني کړي او د ایستلو له خطر سره یې مخ کړي دي.”

د یادونې ده چې پاکستان په دغه هېواد کې د (اې سي سي) او (پي او ار) کارتونو مودې هم پایته رسولي او لغوه یې اعلان کړي یې دي.

د افغان کډوالو وضعیت ډېر خراب دی. له جون میاشتې راهیسې د افغانانو لپاره د ویزو تمدید په بشپړ ډول بند شوی.

د کډوالو چارو ستونزو ته د طالبانو د حکومت د رسېدنې عالي کمیسیون نن جمعه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې پاکستان یوازې د پنجشنبې په ورځ له دغه هیواده تر لس زرو ډېر افغان کډوال رایستلي دي.

د دې کمیسیون په ټکو، په ورته موده کې ۳۸۴ نور کډوال له ایرانه یا په زور یا په خپله خوښه هېواد ته راستانه شوي دي.

دا کډوال د تورخم، سپین بولدک، بهرامچې، اسلام کلا او د نیمروز د ورېښمو سرحدي لارې افغانستان ته ستانه شوي دي.

له پاکستانه د افغانانو د جبري ایستلو لپاره اقدامات نژدې دوه کاله مخکې پیل شوي وو، خو وروسته له هغه نور هم جدي شول چې په پلازمېنه اسلام اباد کې د تېرې سه شنبې په ورځ په یوه چاودنه کې ۱۲ کسان مړه او ۲۷ نور تپیان شول.

په دې اړه نور: له پاکستانه هیواد ته ستانه شوي کډوال لا هم په لنډ مهاله کمپونو کې تر خېمو لاندي ژوند کوي

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د دوی دفاع وزیر خواجه محمد اصف ویلي دي چې د اسلام اباد او تر هغه یو ورځ مخکې د جنوبي وزیرستان په واڼه سیمه کې د ځانمرګو بریدونو ترسره کونکي افغانان وو.

که څه هم د طالبانو حکومت تازه د دغو پاکستاني چارواکو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی او نه یې ویاند ذبیح الله مجاهد د راپور تر خپرېدو په دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب کړې، خو له دې وړاندې د طالبانو حکومت په وار وار د پاکستان دا ډول ادعاوې رد کړي دي.

د یادونې ده چې په پاکستان کې د روانې اونۍ د دواړو بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان پورې تړلې د جماعت الاحرار ډلې منلې ده.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي د پنجشنبې په ورځ د اسلامي همکاریو د سازمان له مرستیال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت صلاح او مل پلاوي سره په لیدنه کې د کابل او اسلام اباد ترمنځ ترمنځ د شخړو د هواري لپاره پرخبرو ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغانستان د خبرو له لارې د شخړو پر حل باور لري.

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر وروسته له هغه په بې ساري ډول چټک شو چې په تیره اکټوبر میاشت کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د کرښې په اوږدو کې سختې نښټې وشوې چې په نتیجه کې یې دواړو خواوو ته لسګونه کسان ووژل شول.