د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې له مرستیال محمد یونس مومند سره مرکه

Your browser doesn’t support HTML5

د طالبانو د ریاست الوزا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وایي، له پاکستان سره به تجارتي لارې وروسته له هغه خلاصیږي چې اسلام اباد دا تضمین ورکړي چې په هیڅ ډول حالاتو او شرایطو کې به بیا دا لارې نه بندوي. هغه سوداګرو، صنعت کارانو او د مالیې وزارت چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې له پاکستان پرته بدیلو لارو ته مخه کړي. نوریاس نوري د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې له مرستیال محمد یونس مومند سره په مرکه کې لومړی پوښتنه کړې چې ایا بدیلې لارې شته ؟