د طالبانو د کورنیو چارو مرستیال وزیر او له پاکستان سره د دې ډلې د مذاکراتي ټیم غړی وايي چې اسلام اباد له دوی څخه غوښتي چې په پاکستان کې د جګړې پرضد فتوا صادره کړي.
د چهارشنبې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال رحمت الله نجیب وویل چې منځګړي هم غواړي چې د طالبانو حکومت هم فتوا صادره کړي؛ خو هغه وویل چې "منځګړي" د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډیرو حساسیتونو څخه په بشپړه توګه خبر نه وو.
اسلام آباد تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو او پاکستاني پلاوي ترمنځ د خبرو اترو دریم پړاو د پنجشنبې او جمعې په ورځو په استانبول کې ترسره شو، چې کوربه توب یې ترکیې کاوه. خو بې ګټې پای ته ورسېد.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د یکشنبې په ورځ په کابل کې وویل چې پاکستان تمه لري چې افغانستان به دا تضمین کړي چې په پاکستان کې به نور امنیتي پیښې نه رامنځته کیږي.
په ورته وخت کې، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د پاکستان اصلي اندیښنه ترهګري وه، چې په وینا یې په افغانستان کې رامنځته شوې، او د هغې مخنیوی یې لومړیتوب دی.
اسلام آباد ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) مشرتابه او جنګیالي په افغانستان کې پټ دي او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه پلانوي او ترسره کوي.
د طالبانو حکومت دا ادعا ردوي، او وايي چې ټي ټي پي د پاکستان داخلي ستونزه ده او د هغې مسوول نه دی.