پاکستان په استانبول کې طالبانو ته یو طرحه وړاندې کړې

استانبول-ترکیه

په استانبول کې د طالبانو او پاکستان حکومت د استازیو د خبرو نن دوهمه ده.

دا دریم پړاو خبرې د ترکیې او قطر په منځګړیتوب پرون پیل شوې. د دې خبرو په لومړۍ ورځ افغان طالبانو پاکستان تورن کړ چې د کندهار په سپین بولدک ولسوالي باندې یې ډزې کړې دي. د پاکستان د اطلاعاتو وزارت وروسته دا تور رد کړ او ویې ویل چې طالبانو د دوی پر ځواکونو حمله کړې وه او دوی ځوابي ډزې کړې دي.

بل لور ته یو شمیر سرچینو ویلي دي چې په استانبول کې د پرونیو خبرو پرمهال پاکستاني لورې طالبانو ته یوه طرحه وړاندې کړې ده چې تراوسه د دې طرحې جزییات نه دې رسنیز شوي.

د طالبانو او پاکستان حکومتي پلاویو ترمنځ دوهم پړاو خبرې د اکتوبر له ۲۵ مې تر ۳۰ مې پورې په استانبول کې وشوې، په هغو خبرو کې موافقه شوې وه چې اوربند به دوام کوي او بل پړاو خبرې به د نومبر په شپږمه پیلیږي.