د طالبانو او پاکستان د استازو ترمنځ دریم پړاو خبرې پيل شوې

د طالبانو او د پاکستان د حکومتونو د استازیو ترمنځ په استانبول کې دریم پړاو خبرې پيل شوې.

دا خبرې د دوو ورځو لپاره پلان شوې دي او ځیني سرچینې خبر ورکوي که چیرته اړتیا وه؛ ښایي نورې هم تمدید شي.

د طالبانو د پلاوي مشري د دوی د استخباراتو رییس عبدالحق وثیق او د پاکستاني پلاوي مشري د هغه هیواد د استخباراتو رییس عاصم ملک کوي.

د طالبانو او پاکستان حکومتي پلاویو ترمنځ دوهم پړاو خبرې د اکتوبر له ۲۵ مې تر ۳۰ مې پورې په استانبول کې وشوې، په هغو خبرو کې موافقه شوې وه چې اوربند به دوام کوي او بل پړاو خبرې به د نومبر په شپږمه پیلیږي.

د افغانستان او پاکستان تر منځ د تیرې میاشتې تر نښو وروسته د دواړو لوریو د استازیو ترمنځ لومړی ځل د اکتوبر په یولسمه په دوحه کې خبرې شوې وې چې هغو خبرو د استانبول غونډو ته لار پرانیسته.