ملګري ملتونه: په افغانستان کې سږکال د کوکنارو کښت کم شوی

افغانستان-کوکنار- ارشیف

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر وایي چې په افغانستان کې د کوکنارو کښت کم شوی دی. د دې ادارې د بیان له مخې چې نن ( د لړم ۱۵ مه) خپور شو دا هم ویل شوې دي چې د اپینو تولید او د اپینو له خرڅلاو څخه د بزګرانو عاید هم کم شوی، او د مصنوعي مخدره توکو، په ځانګړې توګه میتامفیتامین تولید او قاچاق کې زیاتوالی راغلی دی.

د ملګرو ملتونو د مخدره توکو او جرمونو دفتر موندنې ښیي چې په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې د کوکنارو کښت د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۲۰ سلنه کم شوی دی.

دا اداره زیاتوي چې سږ کال په شاوخوا ۱۰۲۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي. د بیان له مخې، وړم کال کې په ۱۲۸۰۰ هکتاره ځمکه کوکنار کرل شوي و.

د بیان له مخې د اپینو له درکه سږکال بزګرانو یوسل او څلور دیرش میلیونه ډالر ګټلي، په داسې حال کې چې پروسږکال دوی دوه سوه شپيته میلیونه ډالر ګټه کړې وه.