افغانستان کې د طالبانو حکومت د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وروستۍ څرګندونې چې ګواکې بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له نوموړي سره په یوه ورځ کې شپږځلې ټیلیفونی تماس نیولی ، له واقعیت لیری او نا سمې وبللې.
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل ددواړو لوریو ترمینځ لومړۍ اړیکه د تفاهم او همغږۍ په چوکاټ کې شوې چې په ترځ کې یې اسحاق ډار له وضعیت څخه نا خبري څرګنده کړې وه او ویلي وو چې د بشپړو معلوماتو ترلاسه کولو وروسته به تماس نیسي.
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند زیاتوي چې د همدې لړۍ په دوام کې دوهم ځل هم اړیکه وشوه خو د دریم ځل لپاره یوه ورځ وروسته اسحاق ډار بیا داړیکې هڅه وکړه خو د حافظ ضیاء احمد تکل په وینا د بیلابیلو دلایلو وجوهاتو له کبله عملي نه شوه.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي د هیوادونو اړیکي باید د متقابل احترام او پر واقعیتونو ولاړ تعامل پر بنسټ وي.
دغه ناندرۍ په داسې حال کې رامینځ ته کیږي چی ټاکل شوې د طالبانو حکومت او پاکستان استازي د شوي اوربند د خبرو په ادامه کې د ترکیې او قطر د منځګړو په حضور کې سبا استانبول کی بیا خبرو ته سره کیني.
د تیرې اکتوبر میاشتې په ۱۱ مه د دواړو لوریو ترمینځ له نښتو وروسته په دوحه کې د قطر او ترکیې په منځګړیتوب اور بند وشو. لدې وروسته د اکتوبر په ۲۵ په استانبول کې د ۶ ورځنیو خبرو په نتیجه کې د اوربند په تمدید موافقه وشوه او د چی دواړه لوري به د نومبر په ۶ مه بیا خبرو ته سره کیني.