د ساتنې نړیوال کلسټر، په افغانستان کې د بشري بحران د لا خرابېدو په اړه خبرداری ورکړی

په پلازمېنه کابل کې د وچکالۍ یو تصویر (آرشیف)

د ساتنې نړیوال کلستر GPC  وايي چې په افغانستان کې بشري بحران د تیر کال پرتله خورا ډېر خراب شوی دی.

دغه سازمان د جمعې په ورځ د اکتوبر ۳۱ مه په دې اړه په یو ۱۵ مخیز راپور کې وویل چې افغانستان لا هم په نړۍ کې له سختو بېړنیو بشري ستونزو سره مخ هيواد دی.

په راپور کې ویل شوي دي چې خپل هېواد ته د کډوالو جبري ستنېدنه او طبیعي افتونه د افغانستان د بشري بحران د خرابېدو اصلي لاملونه بللي دي.

د راپور په ټکو اوږدمهاله فقر او د خوړو ناامنۍ، پرله پسې طبیعي پیښو په ځانګړي ډول سیلابونو، زلزلو او وچکالۍ، له بشري حقونو سیستماتیکو سرغړونو، د ښځو او نجونو په وړاندې د زده کړو او کار د دروازو تړلو او سختو محدودیتونو ستونزمن شرایط رامنځته کړي دي.

جبري ستنېدنه او طبیعي افتونه په افغانستان کې د روان بشري بحران د خرابېدو اصلي لاملونه بلل شوي دي.

په ورته وخت کې یوشمېر راستنه شوي او د وروستیو زلزلو قربانیان وايي چې له سختو ستونزو سره لاس ګرېوان دي.

عبدالحمید چې د فاریاب ولایت اوسېدونکی او د شپږ کسیزې کورنۍ سرپرست دی وايي پنځه میاشتې مخکې له ایرانه ایستل شوی او اوس له سرپناه او کار پرته په بد وضعیت کې په خپل وطن کې ژوند کوي.

هغه ازادي راډیو ته وویل چې ژوند یې ډیر ستونزمن دی او د خوړو او غیر خوراکي توکو مرستو ته اړتیا لري.

عبدالحمید وايي"زه دلته د خپل ورور په کور کې اوسېږم، خپل کور نه شم جوړولای، ځکه چې شرایط خراب دي. اوس مهال نه کار لرم او نه دنده لرم. شپږ اولادونه مې دي خدای شاهد دی چې ډوډۍ ورته نه شم رسولای. نه پوهیږو څه وکړو، اوس مو ورځې ډېرې خرابې تېریږي."

په دې اړه نور: اوچا وايي، په افغانستان کې د وچکالۍ خطر جدي شوی

د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی فرید الله چې د وروستۍ زلزلې له امله یې خپل هر څه له لاسه ورکړي وايي اوس مهال له سرپناه پرته له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د ساتنې نړیوال کلسټر وايي، د دې بحران د حل لپاره نړیوال باید د مرستو ځنډېدلي پروګرامونه بیا پیل کړي.

نوموړی وايي"دلته هره ورځ باران ورېږي، موږ څنګه په خېمه کې ژوند وکړو؟ دا خو د باران د ټینګې نه ده. موږ دلته په ډېره لیرې پرته سیمه کې اوسیږو. له ښايي موږ سره سمه مرسته نه وي شوي. موږ ته باید کورونه جوړ شي ځکه اوس مهال له کور پرته له ډېرو ستونزو سره مخ یو."

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیشنرۍ ویلي دي چې د روان کال له پیل راهیسې د سپتمبر تر پایه پورې شاوخوا ۲ عشاریه ۸ میلیونه افغان کډوال له ایران او پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د ساتنې نړیوال کلستر ویلي چې د دغو کډوالو پراخې ستنېدنې د افغانستان کمزورې زېربناوي تر فشار لاندې راوستي او د سرپناه، خوړو او ساتنې اړتیا یې زیاته کړې ده.

په دې اړه نور: د افغانستان کلیوالې ښځې د ژوند له ناخوالو شکایتونه لري

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د اګسټ د ۳۱ مې خونړۍ زلزلې د افغانستان په ختیځ په ځانګړي ډول په کونړ ولایت کې پراخه ویجاړي رامنځته کړه چې له امله یې له ۲۲۰۰ ډېر کسان ووژل شول او نژدې ۴ زره نور ټپیان شول. دې زلزلې شاوخوا ۷ زره کورونه ویجاړ کړل چې په نتیجه کې یې سلګونه کورنۍ بې کوره شوې.

د ساتنې نړیوال کلستر په خپل راپور کې ټینګار کړی چې د دې بحران د اغیزمن حل لپاره له افغانستان سره د نړیوالږ مرستندویو ټولنو د ځنډول شوبو پروګرامونو بیاپیل او ورسره د ښځو او نجونو او د زیانګالو ټولنو د خوندیتوب او ترڅنګ یې د احتمالي خطرونو د کمولو لپاره له اقلیم سره همغږو میکانیزمونو ته اړتیا شته.

د ساتنې نړیوال کلستر د ملګرو ملتونو د مرستندویه ټولنو، نا دولتي موسسو، او د بشري شریکانو یوه نړیواله ټولنه ده چې په بحرانونو او شخړو کې د زیانمنونکو کسانو د ساتنې هڅې همغږې کوي.