په جرمني کې یو افغان چې ۲ تنه یې وژلي وو، رواني روغتون ته واستول شو

په جرمني کې یوه قاضي حکم وکړ چې هغه افغان وګړی دې د رواني ناروغۍ د درملنې مرکز ته ولېږل شي چې نهه میاشتې پخوا یې په یوه برید کې دوه کسان، چې یو یې کوچنی ماشوم و، ووژل.

دې پېښې د جرمني خلک حیران کړل.

د څارنوالانو په وینا، دا افغان، چې د جرمني د شخصي حریم د قوانینو له مخې یې نوم یوازې انعام الله ښودل شوی، د روان کال د جنورۍ په میاشت کې د حرمني د لوېدیځ په اشافن بورګ ښار کې یو سړی او یو دوه کلن ماشوم ووژل.

دغه سړی چې هغه مهال ۲۸ کلن و، په پرانویید شیزوفرینیا (paranoid schizophrenia) اخته تشخیص شو، او له همدې امله د ده قضیه د عادي جنايي محکمې پر ځای د یوې ځانګړې قانوني محاکمې له لارې وڅېړل شوه، ځکه قاضي پرېکړه وکړه چې د رواني حالت له امله دی د جنایي مسوولیت وړ نه دی.

د محکمې یوه ویاند د پرېکړې پخلی وکړ چې له مخې به یې نوموړی د اوږدمهاله درملنې لپاره رواني کلینیک ته ولېږل شي.

دغه برید د فبرورۍ په میاشت کې د جرمني له فدرالي انتخاباتو یوازې یوه میاشت مخکې وشو، او د هغه مهال د سیاسي مشر فریډریش مېرڅ (Friedrich Merz) د پرېکړې سبب شو چې د مهاجرت تګلارې یې سختې کړې او د سرحدونو کنټرول زیات کړ.