بیا به هم ترکیه د طالبانو او پاکستان د خبرو کوربنه وي

ترکیه وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د خبرو بل پړاو به هم راتلونکې میاشت په ترکیه کې وي.

د ترکیې د باندنیو چارو وزارت پرون ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د افغانستان د طالبانو او پاکستان استازو پرېکړه وکړه چې بل پړاو خبرې د نوومبر په شپږمه پیل کړي.

دواړه خواوې په استانبول کې د څلورو ورځو په خبرو کې نهايي نتیجې ته ونه رسېدل.

د ترکیې د بهرنيو چارو وزارت په بیان کې راغلي:

“ټول لوري پر دې سلا شوي چې اوربند به دوام وکړي. د اوربند د تطبیق څرنګوالی به د ۲۰۲۵ کال د نوومبر په ۶مه نېټه په استانبول کې د یوې لوړې کچې غونډې پر مهال وڅېړل او پرېکړه به پرې وشي.”

دواړو خواوو د ترکیې او قطر په منځګړیتوب په استانبول کې خبرې کولې.

د ترکیې دولتي تلویزیون (آرټي اې) د خبرو د ټکني کېدو پړه د “پاکستان د لوري پر غیرعملي غوښتنو” واچوله.

دغه تلویزیون نه دي ویلي چې پاکستان څه ډول غوښتنې لرلې.

تر اوسه طالبانو د خبرو د بیا پیل د احتمال په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړي.