د ایران ولسمشر د کابل او اسلاماباد ترمنځ د تاوتریخوالي د حل لپاره د مرستې وړاندیز وکړ.
مسعود پزشکيان د سېشنبې په ورځ د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) د سرمشریزې په څنډه کې د پاکستان له کورنیو چارو وزیر محسن نقوي سره وکتل او د کابل او اسلاماباد ترمنځ د ترینګلتیاوو له هواري یې یې مرستې ته چمتووالی څرګند کړ.
پزشکيان وویل، اسلامي هېوادونه باید د شخړو د کمولو لپاره یو موټی کار وکړي او د ګډو ګواښونو پر وړاندې “یووالی وساتي”، هغه ټینګار وکړ چې باید په سیمه کې د کړکېچونو د مخنیوي لپاره هڅې وشي.
پزشکیان دا وړاندیز په داسي حال کې وکړ چې په استانبول کې د طالبانو او پاکستان د حکومتونو خبرې پرون په درېیمه ورځ له ولاړ حالت سره مخامخ شوې.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د ایران له ولسمشر سره په خبرو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ په استانبول کې وروستۍ خبرې “رغنده” وبللې، خو ټینګار یې وکړ چې اختلافات باید د سوله ییزو خبرو له لارې حل شي.
نقوي ټینګار وکړ چې سیمهییزې ترینګلتیاوې باید نورې زیاتې نه شي، ځکه دواړه هېوادونه لا هم د خبرو د ناکامۍ پر سر یو بل ملامتوي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د ایران ولسمشر ته دا هم وویل چې «ترهګري» او «کډوالي» د ایران او پاکستان ګډې اندېښنې دي او زیاته یې کړه چې د دواړو ګاونډیو ترمنځ اوسنۍ همکاري به اغېزمنې پایلې ولري.