د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، افغانستان ته د پاکستان د دفاع د وزیر له خوا د ښکاره جګړې ګواښ "پوره بې مسولیتي" ده.
خلیلزاد نن یکشنبه پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، خواجه اصف له افغانستان او د پاکستان له پښتنو سره په دښمنۍ مشهور دی او پوښتلي یې دي، ایا دا ښه نظریه ده چې د یوه شخص احساسات پاکستان جګړې خواته بوځي؟
خواجه اصف پرون په سیالکوټ کې یوې غونډې ته وویل، که یې د طالبانو له حکومت سره ستونزې د خبرو له لارې هوارې نه شي، له افغانستان سره " ښکاره جګړه" پیلوي.
د طالبانو حکومت د خواجه اصف پر خبرو تبصره نه ده کړې، خو مخکې یې ویلي، تر څو چې پر افغانستان برید ونه شي، دوی پاکستان باندې حمله نه کوي.
خلیلزاد ویلي، د افغانستان او پاکستان جګړه دواړو لورو ته زیان اړونکې ده او باید ترې ډډه وشي.
دا څرګندونې داسې مهال کیږي چې پاکستان په دې وروستیو کې پر کابل او پکتیکا هوایي بریدونه وکړل چې وروسته طالبانو د ډیورند کرښې په اوږدو کې پر پاکستاني پوځیانو غچ اخیستونکې حملې وکړې.
په دغو بریدونو او د پاکستاني پوځیانو په ځوابي ډزو کې دواړو لورو ته لسګونه پوځیان او ملکیان ووژل شول.
که څه هم د اکتوبر په ۱۸مه، دوحه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سملاسي اوربند هوکړه وشوه، خو حالات لا نورمال نه دي او د تګ راتګ او سوداګرۍ لارې تړلې دي.