د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي: مسکو، واشنګټن او کییف د اوکراین جګړې د ختمېدودیپلوماتیک حل ته نژدې شوي دي
د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي کیریل ديميتريف ویلي چې متحد ایالتونه، اوکراین او روسیه د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه دیپلوماتیک حل ته نژدې شوي دي.
ديميتريف له سيایناین سره په مرکه کې وویل: «زه فکر کوم روسیه، امریکا او اوکراین رښتیا هم دیپلوماتیک حل ته په رښتیا ډېر نژدې شوي دي.»
امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې ټاکل شوې ده هغه به نن (شنبه) په میامي کې د ډونالډ ټرمپ له ځانګړي استازي سټیف ویتکاف سره وګوري. تاس خبري اژانس هم د ديميتريف له خولې لیکلي چې هغه به له نورو کسانو سره هم وګوري، خو د هغوی نومونه یې نه دي یاد کړي.
د متحدو ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ روانه اوونۍ د روسیې د تېلو پر دوو سترو کمپنیو بندیز ولګاوه، څو مسکو د اوکراین پر ضد د پراخ یرغل د پای ته رسولو لپاره تر فشار لاندې راولي.
د امریکا د خزانې وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې پر دولتي شرکت روسنفت او خصوصي شرکت لوکاویل یې بندیز لګولی دی. د دغو دوو شرکتونو صادرات د کرملین د بودجې مهمه سرچینه ګڼل کېږي.