د اوکراین ولسمشر له امریکا وغوښتل چې د روسيې د تېلو پر دوو شرکتونو محدود بندیزونه دې د روسیې د تېلو ټول سکتور ته وغځوي، څو فشارونه زیات شي او مسکو د سولې خبرو ته حاضر شي.
ولودیمیر زیلنسکي په لندن کې له څه باندې شلو اروپايي مشرانو سره وکتل. دغو مشرانو ژمنه وکړه چې که اوربند عملي شي او درې کلنه جګړه پای ته ورسېږي، نو اوکراین ته به د لازم پوځي ملاتړ زمینه برابره کړي، څو هېواد یې د روسیې له راتلونکو هر ډول ګواښونو او احتمالي یرغل څخه خوندي پاتې شي.
دا غونډه چې د بریتانیا د صدراعظم کېیر سټارمر په کوربتوب ترسره شوه، د روسیې پر ولسمشر ولادیمیر پوتین د فشار د زیاتولو په موخه رابلل شوې وه. په دې غونډه کې د اروپايي اتحادیې او د امریکا د تازه بندیزونو یادونه وشوه چې د روسیې د تېلو او ګازو د عایداتو د کمولو په هدف لګول شوي دي.
د خبرو اترو پر مهال همداراز په دې اړه لارې چارې مطرح شوې چې څنګه د ژمي له رارسېدو سره د روسیې د نژدې ورځنیو ډرون او توغندويي بریدونو پر وړاندې د اوکراین د برېښنايي شبکو ساتنه پیاوړې شي.