فلسطیني ډلې: د غزې له جګړې وروسته د مستقلو ټکنوکراتانو د کمېټې پر مشرتابه سره سلا شول

د فتح او حماس په شمول فلسطیني ډلو، اعلان کړی چې د غزې تر جګړې وروسته به د دې سیمې اداره یوې مستقلې تخنیکي (ټکنوکرات) کمېټې ته وسپارل شي.

له دې سره هممهاله د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هیله څرګنده کړې چې ژر به د غزې د اوربند د څارنې لپاره یوه نړیواله سوله‌ ساتې قوه جوړه شي.

فلسطیني ډلو د جمعې په ماښام (د لړم په ۲مه) په یوه ګډه اعلامیه کې وویل چې دوی په قاهره کې د یوې ناستې پر مهال موافقه کړې چې:

«د غزې اداره دې یوې موقتې فلسطینۍ کمېټې ته وسپارل شي چې له مستقلو ټکنوکراتانو جوړه وي.»

د اعلامیې له مخې، دغه موقته کمېټه به د خلکو د ورځني ژوند او بنسټیزو خدماتو د برابرولو مسوولیت ولري او له عربي هېوادونو او نړیوالو بنسټونو سره به همکاري کوي.

د فلسطیني ډلو ټینګار دا هم دی چې اوربند باید دوام ومومي او د غزې اداره دې تر نړیوالې څارنې لاندې پر مخ ولاړه شي.

اسرائیل او د حماس، سختدریځه ډله، چې امریکا او اروپايي ټولنه یې ترهګر سازمان ګڼي، له دوه کلنې ورانوونکې جګړې وروسته د امریکا د طرحې پر بنسټ په اوربند سلا شوي، او د تلې د میاشتې له ۱۸مې راهیسې اوربند دوام لري.

خو د غزې د ادارې څرنګوالی د اوربند د پلي کېدو په دوام کې یوه مهمه اندېښنه ده. د امریکا د ۲۰ مادو وړاندیز وايي چې اداره باید داسې یوې مستقلې کمېټې ته وسپارل شي چې له فلسطیني ټکنوکراتو شخصیتونو او نړیوالو متخصصانو جوړه وي.