د طالبانو د حکومت د فواید عامې وزارت پرون (جمعه) وویل چې د افغانستان، ایران او ترکیې ترمنځ د رېللارې د پراختیا او د مالونو د ترانزیټ د زیاتوالي لپاره درېاړخیزه هوکړه لاسلیک شوې ده.
د دې وزارت ویاند «محمد اشرف حقشناس» ویلي، دغه توافق د ترکیې په کوربهتوب د رېللارې د نړیوالې اتحادیې (UIC) د ۳۶م کانګرس په څنډه کې نهایي شوی دی.
د هغه په وینا، د دې تفاهم پر بنسټ به د خواف–هرات رېللار پروژه تر مزارشریف پورې وغځول شي، او د دریو هېوادونو تخنیکي، مالي او بشري ظرفیتونه به د دې پروژې د پرمخ بیولو لپاره ګډ وکارول شي.
په دې هوکړه کې د پولو په کچه د مالونو د تېرېدو اسانتیا، د رېللارې د ظرفیت لوړول، او د ترانزیت د پیاوړتیا لپاره ګډ کار هم شامل دی.
د ایران د دولتي رېللارې مطبوعاتي دفتر هم اعلان کړی چې دا یادښت د ایران د رېللارې د ادارې له لوري «ډاکټر ذاکري»، د ترکیې د دولتي رېللارې له لوري «وېسي کورت» او د افغانستان د رېللارې د ادارې له لوري «محمد اسحاق صاحبزاده» لاسلیک کړی دی.
دا پنځه کلن تفاهملیک په بېلابېلو برخو کې د همکارۍ په اړه دی، چې پکې د رېلپټلیو ساتنه او ترمیم، ډیجیټلي کول، د زیربناوو پراختیا او د بشري ځواک روزنه شامله ده. د دې درېاړخیزې همکارۍ اساسي هدف د موجودو رېللارو د ګټې اخیستنې لوړول او د درې هېوادونو ترمنځ د یو دوامدار ټرانزیټي دهلېز رامنځته کول بلل شوي دي.