اوچا وايي، په افغانستان کې د وچکالۍ خطر جدي شوی

د ملګرو ملتونو د بشرپالو مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې د روان میلادي کال په اوږدو کې په ټول افغانستان کې د باران کچه د متوسط له عادي اندازې ټیټه پاتې شوې، او د هېواد په شمال، شمال ختیځ، مرکزي او لوېديځو سيمو کې د وچکالۍ خطر جدي شوی دی.

اوچا په خپل تازه راپور کې، چې پرون یې خپور کړی، ويلي، اوسنی حالت د ۲۰۱۸ کال د وچکالۍ له وضعیت سره ډېر ورته والی لري؛ هغه کال چې پکې تر ۳۰۰ زره زيات خلک د وچکالۍ له امله بې‌ځايه شوي وو او شاوخوا ۳.۶ ميليونه کسان د خوړو له سختې بې‌وسۍ سره مخامخ وو.

په راپور کې راغلي چې افغانستان دا مهال له څو هممهاله بحرانونو سره مخامخ دی — لکه د هېواد په ختيځو سيمو کې مرګوني زلزلې، له ګاونډيو هېوادونو څخه د کډوالو د بېرته راستنېدو څپې، او د بشرپالو مرستو د بودجې سخت کموالی.

اوچا خبرداری ورکړی چې نژدې نيمايي افغانان د بقا لپاره فوري مرستو ته اړتيا لري.

اوچا زياتوي چې افغان ښځې او نجونې د ټولنيزو محدوديتونو او له زده‌کړې او کار څخه د محروميت له امله له سختیو کړېږي، او بشرپاله مرستې لا هم د دوی د ژوند د ژغورنې یوازینۍ لار بلل کېږي.

دغه راپور زياتوي چې بېرته راستنېدونکي افغانان داسې مهال هېواد ته راګرځي چې د خدمتونو زيربناوې محدودې، فقر سخت، او وچکالي پراخه شوې ده، چې دې ټولو د بشري وضعيت کړکېچ لا پسې ژور کړی دی.