اتریش نن (سې شنبه) د ترکیې له لارې یو افغان پناه غوښتونکی کابل ته واستاوه.
دا په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له بیا واک ته رسېدو وروسته لومړنی افغان دی چې اتریش یې بیرته افغانستان ته لېږي.
دغه افغان، چې نوم یې نه دی څرګند شوی، په داسي حال کې چې د اتریش پولیسو بدرګه کاوه، په یوه الوتکه کې، استانبول او له هغه ځایه کابل ته واستول شو.
هغه پخوا د جنسي تېري په جرم محکوم شوی و او په اتریش کې یې د بند څلور کاله سزا هم تېرې کړې ده.
د اتریش د کورنیو چارو وزیر ګیرهارد کارنر وویل چې افغانستان ته به نور کسان هم، چې جرمونه یې کړي دي، واستول شي.