د اسلام اباد یوې محکمې د منظوراحمد پښتین د نیولو امر کړی

منظور احمد پښتین

په اسلام آباد کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې (اي ټي سي) د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ايم) د مشر منظور احمد پښتین د نیولو امر کړی دی.

د ترهګرۍ ضد محکمې قاضي تنوير عباس سپرا دا امر له دې کبله کړی چې د ده په وینا منظور پښتين محکمې ته له حاضرېدو ډډه کړئ ده.

د منظور پښتين د نيولو د امر په اړه د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مخکښ غړي او حقوقپوه عطاءالله جان د ازادي راډیو مشال څانګې ته وويل چې دا امر نن (۲۱ اکتوبر ) نه دی شوی بلکې څو ورځې پخوانی دی.

د عطاالله جان په باور د محکمې امر جدي مسله نه ده او دا په پاکستان کې د محکمو له لوري عادي چاره ده.

د پې ټي ايم مشر منظور پښتين له یوې مودې راهيسې په عام محضر کې نه دی څرګند شوی او له رسنيو سره هم خبرې نه کوي.