د فرانسې پخوانی ولسمشر نیکولا سرکوزي د سېشنبې په ورځ د پنځه کاله قید لپاره په پاریس کې زندان ته داخل شو.
سرکوزي، چې ۷۰ کلن دی، د جنایي سازمان په جوړولو کې د ونډې اخیستو په تور مجرم وپېژندل شو. دا تور د هغه د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاین د تمویل له امله دی، چې ګواکي د ليبيا د پخواني دیکتاتور معمر قذافي له خوا تمویل شوی و.
سرکوزي پر خپلې بېګناهۍ ټينګار ورکړ او په يو بیان کې یې، چې په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې خپور شو، وليکل:
«زه بېګناه يم، او د دې قضایي رسوايۍ د افشا کولو هڅې ته به دوام ورکړم.»
هغه زياته کړه چې دا پرېکړه د يوې اوږدې او ناعادلانه څېړنې پايله ده، چې پر جعلي سند ولاړه وه.
سرکوزي به په (لا سانته) زندان کې، چې د پاریس په مرکز کې دی، بند تېر کړي. راپورونه وايي، هغه به د ساتنې په ځانګړې څانګه کې وساتل شي، خو د چارواکو په وينا، له ده سره به په هيڅ ډول ځانګړې امتیازي چلند نه کېږي.