د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په یوه تلویزیوني مرکه کې وویل چې په دوحه کې د طالبانو له حکومت سره د اوربند د موافقې جزییات پټ دي.
خواجه اصف د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند له هوکړې درې ورځې وروسته وویل، لاسلیک شوې موافقه له هغه څه سره توپیر لري چې په اعلامیه کې راغلي او دی یې نه افشا کوي.
ده په عین حال کې پرون (دوشنبې) له رویټرز سره په خبرو کې بیا ویلي چې د طالبانو حکومت درو مهمو شرطونو ته غاړه ایښې ده.
خواجه اصف د وسله والو ډلو د ملاتړ پای ته رسول، د دیورند کرښې په اوږدو کې د اوربند رعایتول او په درناوي د افغان کډوالو ستنول د پاکستان او افغانستان د دوحې د اوربند د موافقې درې مهم شرطونه بللي دي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف همړداراز وایي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هوکړه په دې پورې تړلې چې د طالبانو حکومت له خپلې خاورې د پاکستان په ضد د سخت دریځو د بریدونو مخه څنګه نیسي.
خواجه اصف او د طالبانو د دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د تیرې شنبې په ورځ په دوحه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سملاسي اوربند هوکړه لاسلیک کړه.
دا هوکړه وروسته تر هغه ترلاسه شوه چې پر کابل او پکتیکا د پاکستان په هوایي بریدونو او بیا د طالبانو د حکومت په غچ اخیستونکو حملو او د هغې خوا په ځوابي بریدونو کې دواړو لورو ته لسګونه پوځیان او ملکیان ووژل شول.
طالبانو بیا تل دا راپورونه رد کړي چې ګواکې سخت دریځي د پاکستان په ضد حملو کې د افغانستان له خاورې کار اخلي.
هغې پریکړه کې راغلي " دواړه هېوادونه به یو د بل په وړاندې د عداوت هیڅ عمل نه ترسره کوي او نه به د هغو ګروپونو د بریدونو ملاتړ کیږي چې د پاکستاني حکومت خلاف دي".