ټرمپ وايي، لا وختي دی چې اوکراین ته ټاماهاک توغندي ولېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، لا وختي دی چې اوکراین ته «ټاماهاک» توغندي ولېږي، او هیله لري چې تر هغې وړاندې وکولای شي له روسیې سره د سولې موافقه ترلاسه کړي.

ټرمپ د جمعې په ورځ، د تلې ۲۵مه (اکتوبر ۱۷مه)، په سپینه ماڼۍ کې د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلنسکي سره د لیدنې پر مهال خبریالانو ته وویل:

«هیله لرم چې موږ ورته اړتیا پیدا نه کړو. هیله لرم چې پرته له دې چې حتی د ټاماهاک توغندیو په اړه فکر وکړو، وکولای شو دا جګړه پای ته ورسوو.»

ټرمپ همداراز د امریکا د پوځي چمتووالي په اړه د اندېښنو یادونه وکړه او ویې ویل چې د اوکراین د دوامداره ملاتړونو لړۍ کېدای شي د امریکا دفاعي ظرفیتونه تر فشار لاندې راولي.

کله چې له هغه وپوښتل شول که امریکا په خپله یوې جګړې ته ورګډه شي او د ټاماهاک توغندیو ته اړتیا پیدا کړي، څه به وکړي؟ ټرمپ ځواب ورکړ:

«دا په خپله یوه ستونزه ده. موږ په خپله ټاماهاک توغندیو او ډېرو هغو شیانو ته اړتیا لرو چې په تېرو څلورو کلونو کې مو اوکراین ته ورکړي دي. موږ ډېر څه ورکړي دي.»

ټرمپ، چې یوه ورځ وړاندې یې اعلان کړی و د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په هدف به په راتلونکو دوو اوونیو کې په هنګري کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري، دا ځل وویل چې دا لیدنه به ښايي مخامخ، او د اوکراین له مستقیم ګډون پرته ترسره شي.

هغه د زیلنسکي او پوتین د اړیکو په اړه زیاته کړه:

«دا دواړه ولسمشران یو له بله کرکه لري، او زه غلط نه یم که ووایم وضعیت ډېر، ډېر سخت او پېچلی دی.»