د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د طالبانو لهخوا د شمشاد خصوصي راډیو - تلویزیون د خپرونو درول د یوې خپلواکې رسنۍ په چارو کې «روښانه او مستقیمه لاسوهنه» ده.
دغه مرکز د یوې سرچینې له قوله چې له کابل څخه یې خبرې کړې، ویلي چې د طالبانو د استخباراتو ادارې په امر د جمعې په ورځ، د تلې ۲۵مه (اکتوبر ۱۷مه) د شمشاد د خپرونو مخه ونیول شوه.
د سرچینې په وینا، طالبانو شمشاد تلویزیون تورن کړی چې د طالبانو او د پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستۍجګړې او د پاکستان له خوا پر افغانستان د هوايي بریدونو په اړه یې “دقیق او یې پرې” راپورونه نه دي خپاره کړي، او د پاکستان پر وړاندې “ یې د طالبانو د حکومت د دریځ او اقداماتو په کافي اندازه” دفاع نه ده کړې.
تر اوسه د طالبانو حکومت د شمشاد د خپرونو د بندېدو په اړه رسماً څه نه دي ویلي، او د شمشاد تلویزیون چارواکو هم تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.