د پاکستان فدرالي حکومت د جمعې په ورځ پرېکړه وکړه چې د افغان اتباعو د ستنولو بهیر به چټک کړي.
دغه پرېکړه د صدراعظم شهباز شریف په مشرۍ د لوړې کچې په یوه ناسته کې وشوه، چې هدف یې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو بهیر ارزونه وه.
په ناسته کې د پاکستان صدراعظم شهباز شریف ټینګار یې وکړ چې د افغان اتباعو دوامداره په سرحدي بریدونو د افغان کډوالو ښکېلتیا د جدي اندېښنې وړ ده.
شهباز شریف ټولو صوبایي حکومتونو او اړوندو فدرالي ادارو ته لارښوونه وکړه چې د ټولو غیرفانوني او بې اسناده افغان اتباعو د منظم او ژر بېرته ستنولو لپاره نژدې همغږي وساتي، او روښانه یې کړه چې د پاتې کېدو لپاره به نور هېڅ تمدید نه ورکول کېږي.
هغه د پاکستان د خلکو له لورې د تېرو څو لسیزو پر مهال د میلیونونو افغان کډوالو د مېلمهپالنې ستاینه وکړه او یادونه یې وکړه چې پاکستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د زرګونو انسانانو د ژوند او اقتصادي سرچینو په بڼه درانه تاوانونه زغمي.