شلو اروپايي هیوادونو له اروپايي کمیسیونه د غیرقانوني افغان کډوالو د ایستلو غوښتنه وکړه

د اروپايي اتحادیې شلو غړیو هیوادونو په ګډه له اروپايي کمېسیون څخه غوښتي چې د هغو افغانانو د بېرته ستنولو لپاره عملي ګامونه واخلي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

دا نوښت د شنبې په ورځ د بلجيم د پناه او مهاجرت وزیرې انیلین فان بوسوویت (Anneleen Van Bossuyt) له‌خوا اعلان شو.

هغې وويل:

«د شمال، جنوب، ختیځ او لویدیځ ټول غړي هېوادونه له یوه ستونزمن خنډ سره مخامخ دي: موږ نه شو کولای هغه افغانان چې غیرقانوني یا مجرم دي، حتی له محکومیت وروسته، بېرته واستوو. دا وضعیت د پناه‌ ورکولو پر تګلاره د خلکو باور کموي او زموږ د امنیت لپاره خطر پېښوي. اوس د ګډ اقدام وخت دی.»

د بلجیم ترڅنګ، دا لیک بلغاریا، قبرس، جرمني، استونیا، فنلنډ، یونان، هنګري، آیرلنډ، ایټالیا، لیتوانیا، لوګزامبورګ، مالټا، هالنډ، ناروې، اتریش، پولنډ، سلواکیا، چک جمهوریت او سویډن هم لاسلیک کړی دی.

یاد هېوادونه له د اروپايي کمېسیون د پناه او مهاجرت له کمېشنر مګنس برونر څخه غواړي چې له طالبانو سره د بېرته ستنولو د تړونونو موضوع ته لوړ سیاسي لومړیتوب ورکړي او د دې لپاره هم دیپلوماتیکې او عملي حل‌لارې تعقیب کړي.