نړیوال سور صلیب: په غزه کې د وژل شویو یرغملو د جسدونو موندل ښایي اونۍ او میاشتې وخت ونیسي

د سره صلیب نړیوالې کمیټه (ICRC) وایي، په غزه کې د وژل شویو یرغملو د جسدونو سپارل ممکن ورځې یا اونۍ وخت ونیسي.

د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویاند کریسټین کارډون د سې شنبې په ورځ په جینیوا کې وویل، په غزه کې د ودانیو او تاسیساتو ویجاړیدو ته په پام سره، ځینې وختونه د پاتې شونو موندل ګران وي.

کارډون وویل: "څرګندې نښې نښانې شته چې دا ممکن ډیر وخت ونیسي، ځکه چې په غزه کې د انسانانو د پاتې شونو موندل چې ممکن تر نړیدلې ودانیواو کنډوالو لاندې وي، ستونزمن دي."

هغه داهم وویل چې له دې هم انکارنشي کیدای چې ښایي ځینې جسدونه به هیڅکله ونه موندل شي. د حماس او اسراییل ترمنځ د شوې موافقې له مخې حماس باید د ټولو یرغمل شویو جسدونه اسراییل ته وسپاري.

د سره صلیب نړیواله کمیټه په خپله د یرغمل شویو د جسدونو په موندلو کې رول نه لري خو حماس د همدې بشري سازمان له لارې د تیرې دوشنبې په ورځ د ۲۸ وژل شویو یرغمل شویو له ډلې د څلورو جسدونه اسراییلو ته وسپارل.