د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف د دوشنبې په ورځ د طالبانو د حکومت چلند متضاد وباله، ويې ويل چې له يوې خوا هغوی ګواښونه کوي او له بلې خوا د خبرو غوښتنه کوي.
آصف دا انتقاد وروسته له هغه وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیورند کرښې په اوږدو کې نښتې وشوې.
نوموړي له جیو نیوز تلویزیون سره په خبرو کې د پاکستان او افغانستان د وروستیو ترینګلتیاوو په تړاو په هند کې د طالبانو د باندنیو چارو وزیر امیرخان متقي څرګندونو ته اشاره وکړه.
متقي ویلي و چې پاکستان د افغانستان پر ملکي سیمو بریدونه کړي دي.
خواجه آصف ټینګار وکړ چې هر دولت حق لري چې برید ته ځواب ورکړي، او زیاته یې کړه چې پاکستان هیڅکله ملکي سیمې نه دي په نښه کړې، بلکې یوازې یې د «ترهګرو پټنځایونه او پناه ځایونه» له منځه وړي دي.
هغه خبرداری ورکړ چې د افغانستان خاوره د بېلابېلو ترهګرو ډلو لپاره په امن پټنځای بدله شوې ده.
دا هغه ادعا ده چې د طالبانو حکومت یې تل ردوي.
طالبانو د شنبې په ماخوستن په ځایي وخت لس بجې پر پاکستان غچ اخیستونکي بریدونه پيل کړل چې لږ تر لږه دوه ساعته یې دوام وکړ او له ځوابي بریدونو سره مل وو.
د طالبانو حکومت خپل لوري ته د ۹ امنیتي سرتیرو د وژلو پخلی وکړ، خو پاکستان بیا وویل چې جګړه کې د دوی ۲۳ سرتیري وژل شوي او ۲۹ ټپیان شوي دي.
د طالبانو حکومت وروسته تر هغه پر پاکستان بریدونه وکړل چې د پاکستان جیټ الوتکو د تیرې اونۍ د پنجشنبې په ماخوستن د کابل په زړه او پکتیکا ولایت کې بریدونه وکړل.