د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له طالبانو وغوښتل چې د پاکستان د کورنيو چارو په اړه له څرګندونو ډډه وکړي.
دا خبرداری وروسته له هغه ورکړل شو چې د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د تحریک لبیک پاکستان (TLP) د لاریونونو په اړه څرګندونې وکړې.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل:
«موږ د طالبانو د رژيم د ویاند وروستۍ څرګندونې چې د پاکستان د کورنيو چارو په اړه شوې، په دقت څارلې دي.»
هغه زیاته کړه: «موږ په کلکه سپارښتنه کوو چې د افغانستان ویاند دې د خپل هېواد اړوند مسایلو ته لومړيتوب ورکړي او له هغو موضوعاتو څخه دې ډډه وکړي چې د ده له صلاحیته بهر دي.»
په بیان کې ټینګار شوی: «د نورو هېوادونو په چارو کې د نهمداخلې اصل باید د نړیوالو دیپلوماتیکو اصولو له مخې رعایت شي. پاکستان ته د خپلو کورنيو چارو په اړه د بهرنيانو د مشورې اړتیا نشته.»
په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې تمه ده د طالبانو رژیم د دوحې د هوکړې پر مهال خپلې ژمنې او نړيوال تعهدات عملي کړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې طالبان باید اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد د ترهګرۍ لپاره وکارول شي.
پرون په لاهو رکې د پنجاب د پولیسو په وینا د تحریک لبیک پاکستان (ټي اېل پي) له پلویانو سره د دوی په نښتو کې يو سرتیری او د یاد تحریک درې غړي وژل شوي دي.
د طالبانو حکومت په دې پېښه خواشیني ښکاره کړې او ویلي یې دي " د پاکستان د پوځ له خوا په یادو مظاهره چیانو مخامخ ډزې او بریدونه شوي."