په پام کې ده چې د نړۍ د له شلو زیاتو هیوادونو مشران د دوشنبې په ورځ د مصرپه شرم الشیخ کې په هغه غونډه کې ګډون وکړي چې په غزه کې د جګړې د پای ته رسیدو په هدف پلان شوې ده. د مصرد ولسمشرۍ له دفتره د شنبې د ورځې ناوخته په خپره شوې خبرپاڼه کې همدارانګه ویل شوي چې د امریکا ولسمشرډونالډ ټرمپ او د مصر ولسمشرعبدالفتاح السیسي به د شرم الشیخ د غونډې چې هغه یې د سولې سرمشریزه بللې، مشري کوي. د خبرپاڼې له مخې د دغې سرمشریزې هدف، په غزې تړانګه کې د جګړې پای ته رسول او منځني ختیځ کې د سولې او ثبات لپاره د هڅو پیاوړي کول دي. د فرانسې ولسمشرایمانویل مکرون او د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش له مخکې په دې غونډه کې خپل ګډون تایید کړی دی. د یوشمیرنورو مشرانو ترڅنګ د ترکیې ولسمشر، د بریتانیا، جرمني اوهسپانیا صدراعظمانو ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.
ولسمشرټرمپ مخکې ویلي وچې له اسراییل څخه له کتنې وروسته به په غزه کې د سولې د تړون د لاسلیک په مراسمو کې د ګډون لپاره مصرته لاړشي. د غزې لپاره د نوموړې د طرحې د لومړي پړاو له مخې به چې ښکیلو اړخو پرې موافقه کړې، په غزه کې دوه کلنه جګړه درول کیږي، حماس به پاتې ټول یرغمل خوشې کوي او اسراییل به یې هم په بدل کې له خپلو زندانونو په سلګونو فلسطیني بندیان آزادوي.