د ګوزڼ معلول قدرت الله، د ویلچر کرکټ ملي لوبډلې ته د رسیدو مزل څنګه بشپړ کړ؟

د ویلچر کریکټ لوبغاړی قدرت الله یوسفزی

یو معلول افغان توانیدلی چې څلورو کلونو کې د افغانستان د ویلچر کرکټ د ملي لوبډلې غړیتوب ترلاسه کړي. دا لوبغاړی قدرت الله یوسفزی نومیږي چې په ماشومتوب کې د پولیو یا ګوزڼ له کبله له پښو پاته شو.

قدرت الله یوسفزی د افغانستان د ویلچر کرکټ د ملي لوبډلې غړی دی او هغه خپلې لوبډلې ته د اسیا کپ د ګټلو هیله په زړه کې لري.

قدرت الله څلورو کلونو کې وکولای شول د افغانستان د ویلچر کرکټ د ملي لوبډلې برخه شي، خو هغه دا سفر څنګه پیل کړ"دا چې له ویلچر کرکټ سره زما ډیره علاقه وه، د دې ویډیو ګانې ما په فیس بوک او یوټيوب لیدلې، دا زمونږ ارمان و چې په افغانستان کې هم داسې یوه لوبډله جوړه شي، بیا څلور کاله مخکې چې زه جلال اباد کې د شهیدانو او معلولینو ریاست ته ولاړم، هلته مې وکتل چې یوه لوبډله وه او دا تمرینات یې کول، همغو سره مې ځان ثبت او راجتستر کړو."

قدرت الله زیاتوي چې بیا یې پرله پسې تمرین او هڅو رنګ راوړ او څه موده مخکې د افغانستان د ویلچر کرکټ ملي لوبډلې ته انتخاب شو"تمرینونه مې کول، کول بلاخره یې ثمره دا وه چې د افغانستان د ویلچر کرکټ د ملي لوبډلې غړی شوم، کونړ کې څه موده مخکې کرکټ بورد یو کمپ جوړ کړ او له همغې طریقه د ملي لوبډلې برخه شوم. "

دی د افغانستان د ویلچر کرکټ په ملي لوبډلېه کې تیز توپ اچونکی ( فست بالر ) دی.

۲۶ کلن قدرت الله یوسفزي ازادي راډیو ته وویل چې په ډیر ماشومتوب کې معلول شوی دی او په خبره یې ډاکټرانو ورته ویلي وو چې پولیو وهلی دی"زه اته کلن وم، ناروغۍ کې یې پیچاري راته کړې وه نو همغه وجه وه، خو بیا چې ډاکټرانو ته ولاړم هغوی ویل چې پولیو شوی یې، معلول شومه په دواړو پښو باندې."

روغتیا پالان وايي، پولیو یا د ماشومانو ګوزن یوه خطرناکه ویروسي ناروغي ده چې درملنه نلري او یوازې واکسین کولی شي ماشومان له دې ناروغۍ وژغوري.

افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هیوادونه دي چې د پولیو ویروس په کې په بشپړ ډول له منځه نه دی تللی.

د ننګرهار ولایت د چبرهار ولسوالۍ دې ورزشکار اوسېدونکی قدرت الله یوسف زي وړاندې ازادي راډیو ته وویل، ژوند کې یې ډیرې سختۍ ګاللي خو تسلیم شوی ورته نه دی، همدا وجه چې په خبره یې نن هیڅ ډول نیمګړتیا نه احساسوي"ژوند کې مې ډیرې سختې تیرې کړي، خو تسلیم شوی نه یم، چې په ښه او بد باندې پوه شوم، ما ویل چې څنګه چې یو روغ ژوند کوي زه یې هم باید وکړم، نو په همدې اساس نن د افغانستان د ویلچر کرکټ د ملي لوبډلې غړی یم، اوس هیڅ د نیمګړتیا احساس نه کوم، ډیر زیات خوشحاله یم چې د افغانستان استازیتوب کوم او دا ماته ډېر د ویاړ ځای دی."

د یادونې ده چې د افغانستان د ویلچر کرکټ ملي لوبډله د تېرې سپتمبر میاشتې په ورستیو کې پاکستان ته ولاړه او هلته یې خپلې سیالۍ لوبډلې سره څلور شل اوریزې لوبې وکړې چې یوه یې وګټله خو درې یې ورته وبایللې.

قدرت الله یوسفزی هم دې لوبو کې شامل و، چې د ښې کار کرده ګۍ او وېکټو اخیستلو ویدیوګانې یې هم د مینوالو له خوا په ټولنیزو رسنیو خپرې شوې وې.