د کابل او پکتیکا پر بریدونو چې د پاکستان حکومت ته منسوب ګڼل کېږي، غبرګونونه دوام لري. د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي چې دا د اسلاماباد لهخوا «یو ستره تېروتنه» وه.
متقي چې دا مهال په نوی ډیلي کې دی، د جمعې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل:
«د دواړو هېوادونو ترمنځ ستونزې باید د تفاهم له لارې حل شي.»
له دې وړاندې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت هم د پنجشنبې د شپې د هوايي بریدونو په غبرګون کې، چې په کابل او پکتیکا کې شوي وو، ویلي و چې پاکستان یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړی دی.
په یوه بیان کې چې پرون د دې وزارت په ایکسپاڼه (پخوانی ټویټر) کې خپره شوې، ویل شوي دي:
«که وضعیت له دغو بریدونو وروسته نور هم خرابېږي، مسوولیت به یې د پاکستان پر پوځ وي.»
په همدې حال کې د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د جمعې په ورځ یوې خبري ناستې ته وویل چې اسلاماباد به د خپلو خلکو د امنیت د ساتنې لپاره «هر څه چې لازم وي» ترسره کړي.
راپورونه ښيي چې د پنجشنبې د شپې په بریدونو کې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) مشران په نښه شوي دي.
پاکستان له وړاندې څو ځله ادعا کړې چې د دې ډلې مشران او جنګیالي په افغانستان کې مېشت دي، خو د طالبانو حکومت دا ادعاوې په کلکه رد کړې دي.