د متحده عربي اماراتو اتحاد هوايي شرکت کابل ته الوتنې پیلوي

اتحاد هوايي شرکت اعلان وکړ چې د سږ کال د دسمبر له ۱۸مې نېټې څخه کابل ته الوتنې پیلوي.

اتحاد هوايي شرکت د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له دې سره به د دغه شرکت سیمه‌ییزه شبکه نوره هم پراخه شي. د دغه شرکت ایر‌بس A320 الوتکې به کابل ته په اوونۍ کې درې الوتنې کوي.

تر دې وړاندې فلای دوبی هوايي شرکت هم کابل ته الوتنې پیل کړې وې.

په دوبۍ کې د افغانستان د سوداګریزې شورا د معلوماتو پر اساس، په متحده عربي اماراتو کې شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان مېشت دي.

د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته اکثرو بهرنیو هوايي شرکتونو افغانستان ته الوتنې ودرولې خو په وروستیو دوو کلونو کې د ترکش اییرلانیز په شان ځینو بهرنیو هوايي شرکتونو کابل ته الوتنې بیا پیل کړې.