په بریتانیا کې یو افغان د یوه سیاسي ګوند د مشر د ګواښلو په تور مجرم وپېژندل شو

د بریتانیا د اصلاحاتو یا ریفورم ګوند مشر

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکی له دې کبله مجرم وپېژندل شو چې د بریتانیا د یوه سیاسی ګوند مشر ته یې د قتل ګواښ کړی و.

دا افغان پناه‌غوښتونکی، چې فیاض خان نومېږي، وروسته له دې د لندن د یوې محکمې له خوا پرون (جمعه) مجرم وپېژندل شو، چې د

۲۰۲۴ په اکتوبر کې یې په ټیک‌ټاک کې یوه ویدیو خپره کړې وه چې پکې یې د اصلاحاتو ګوند مشر نایجا فراژ (Nigel Farage) ته د «وژلو» ګواښ کړی و.

د قضیې د څارنوالانو په وینا، فیاض خان دا ویدیو د نایجل فراژ د یوې بلی ویدیو په ځواب کې خپره کړې وه، او پکې یې د لاسونو په خوځولو د ډزو نښه څرګنده کړې وه او درې ځله یې ویلي وو: «پاپ، پاپ، پاپ.»

نایجل فراژ د سې‌شنبې په ورځ د محکمې پر وړاندې وویل چې د خان له ګواښ څخه «په رښتیا اندېښمن» شوی و او دا ویدیو یې «وېرونکې» بللې ده.

فراژ مخکې یوه ویدیو په یوتیوب کې خپره کړې وه چې پکې یې د ناقانونه کډوالو د راتګ په اړه خبرې کړې وې.

د هغې ویدیو له خپرېدو دوې ورځې وروسته، فیاض خان — چې برېتانیا ته ناقانونه داخل شوی و — د ځواب په توګه خپله ویدیو خپره کړه .

فراژ په محکمه کې وویل:

«زه پوهېږم چې سیاسي شهرت انتقادونه او بریدونه راجلبوي، خو دا ډول ګواښونه عادي خبره نه ده. د هغه د وسلې د شوق له امله زه واقعاً وېرېدلی وم.»

د فیاض خان وکیل چارلز رویل د فراژ پر وړاندې وویل چې د خان ویدیو «ستاسو له سیاسي روایت سره هم‌غږې ده»، خو فراژ ځواب ورکړ:

«دا له روایت سره نه، بلکې له واقعیت سره تړاو لري.»

فیاض خان په محکمه کې ځان بې‌ګناه وباله او پولیسو ته یې وویل چې دا ویدیو یې ریښتینی ګواښ نه و، بلکې یوازې یې د ټولنیزو رسنیو لپاره یو خیالي کرکټر لوبولی و.

خو د محکمې منصفه پلاوي هغه مجرم وپېژاند.