په کرمه کې د وسله والو په برید کې یولس پوځیان وژل شوي دي

د پاکستان د خیبرپښتونخوا ایالت په کرمه کې د وسله والو په برید کې د ملیشو نهه سرتیري او دوه افسران وژل شوي دي.

ویل شوي چې په وژل شویو پوځیانو کې یوډګروال او یوجګړن شامل دي. د دغه برید مسولیت د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي اخیستی.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکوڅانګې په یوه بیان کې ویلي چې پرپوځیانو دغه برید په کرمه ایجنسۍ کې داسې مهال وشو چې په سیمه کې د وسله والو پرضد پوځي عملیات روان وو. یوې سرچینې مشال راډیو ته ویلي چې پنځه پوځیان لادرکه دي.

یوشمیرپوځي چارواکو رویترز ته ویلي چې، په کرمه ایجنسي کې لومړی د ملیشو د موټرو پرکاروان د سړک د غاړې بم وچاودید او وروسته یو زیات شمیروسله والو پرې برید وکړ. پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي د رویترز خبریال ته په ایوه استولي بیان کې د دغه برید مسولیت اخیستی.

په دې وروستیو میاشتو کې، د تحریک طالبان پاکستان، چې غواړي حکومت نسکور کړي، د پاکستان پر امنیتي ځواکونو بریدونه زیات کړي دي.