د سوریې حکومت دا اعلان وروسته له هغه وکړ چې د دغه هیواد دفاع وزیر مرحف ابو قصره، د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو له مشر مظلوم عبدي سره وکتل. دوی د حلب په شمالي ښار کې له خونړیو نښتو وروسته سره ولیدل.
د سوریې چارواکي، چې تېر کال یې د بشاراسد تر پرځېدو وروسته واک ترلاسه کړی، د یو غیرمتمرکز حکومت د جوړولو او د زیاتې کورواکۍ د ترلاسه کولو په اړه د کردانو غوښتنې رد کړې دي.
دا مسله د کردانو له کورواکې ادارې سره، چې د سوریې شمالي او شمالختیځې برخې کنټرولوي، د تاوتریخوالي د زیاتېدو سبب شوي، او د دواړو لوریو ترمنځ اختلافونو د مارچ د لسمې نېټې تړون — چې موخه یې د سوریې له دولتي جوړښت سره د کردانو د ملکي او پوځي بنسټونو یوځای کول دي — پلي کېدل ځنډولي دي.
د سوریې دفاع وزیر، مرحف ابو قصره، د سېشنبې په ورځ د تلې په ۱۵مه، په ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې په یوه بیان کې اعلان وکړ چې په دمشق کې یې له مظلوم عبدي، سره لیدلي دي.
هغه وویل، دوی پر عمومي اوربند هوکړې ته رسېدلي دي، چې د سوریې په شمال او شمال ختیځ کې ټولې جبهې او د پوځ د ځای پر ځای کېدو سیمې رانغاړي.
یوې دولتي سرچینې فرانس پرېس خبري اژانس ته ویلي چې دا غونډه د مظلوم عبدي او احمد الشرع تر لیدو وروسته ترسره شوه.