پاکستان وايي، د افغانستان د ثبات ننګه کوي خو په دې هیواد کې له ترهګرو اندېښنه لري

صادق خان

پاکستان د سې شنبې په ورځ له چین، روسیې او ایران سره یوځای په مسکو کې د څلور اړخیزې ناستې پر مهال د افغانستان له «ثابت او سوله‌ییز» حالت څخه د ملاتړ ژمنه تکرار کړه او په دې هېواد کې یې د «ترهګرو د موجودیت» په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

پاکستاني رسنیو نن (سې شنبې) راپور ورکړ چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان، چې دا مهال په روسیه کې دی، په خپله ایکسپاڼه (پخواني ټویټر) کې د دې ناستې د جزییاتو په اړه لیکلي:

«ګډون کوونکو هېوادونو په یوه خوله د یوه با ثباته، خپلواک او سوله‌ییز افغانستان د ملاتړ په اړه خپله ژمنه تکرار کړه، او ټینګار یې وکړ چې افغانستان باید له ترهګرۍ او بهرني مداخلې پاک هېواد وي.»

پاکستان تور پورې کوي چې د دغه هیواد وسله وال مخالفان د پاکستان پر امنیتي ځواکونو د حملو لپاره د افغانستان له خاورې کار اخلي خو د طالبانو حکومت د پاکستان تورونه ردوي او وايي، هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پر ضد وکاروي.