د بشري حقونو فعالان: پر طالبانو باید فشار زیات شي څو د انټرنیټ د بندولو په څېر اقدام تکرار نه کړي

په افغانستان کې انټرنیټي خدمات د ۴۸ ساعتونو لپاره بند وو.

د تلې- میزان په ۷مه په افغانستان کې له ۴۸ ساعتونو د زیات وخت لپاره د انټرنیټ د بندیدو په غبرګون کې، د بشري حقونو او د ښځو د حقونو یو شمیر مدافعان ټینګار کوي چې انټرنیټ د بشري حقونو سرغړونو په مستندولو او د وضعیت په اړه خلکو ته د معلوماتو په ورکولو کې مهم رول لوبوي.

دوی ازادي راډیو سره خبرو کې وویل چې انټرنیټ ته لاسرسی د عدالت غوښتنې د بهیر لپاره ګټور او کولای شي د بشري حقونو د جرمونو د بیا تکرار مخه ونیسي.

د بشري حقونو د څار سازمان کې د ښځو د چارو څېړونکې سحر فطرت وايي چې د انټرنیټ له لاسرسي څخه د خلکو محرومول، د بشري حقونو پراخو سرغړونو او د خلکو د غږونو لا ځپلو ته لاره هواروي.

د انټرنیټ بندول د بشري سرغړونو پر وړاندې د خلکو او مدني ټولنې د سازمانونو د اصلي وسیلې بندول دي.

آغلې فطرت د شنبې په ورځ (د میزان په ۱۲ مه) ازادي راډیو سره په خبرو کې زیاته کړه"نړیواله ټولنه او د بشري حقونو بنسټونه کولای شي په ډیپلوماتیکو فشارونو، له خپلواکو رسنیو او بنسټونو بپه ملاتړ او د نړیوالې حساب ورکونې لپاره د یو چوکاټ په رامنځته کولو ډاډ تر لاسه کړي چې طالبان بیا په داسې کړنو لاس پورې نه کړي او د بیا تکرار په صورت کې، مسؤل کسان حساب ورکوونکي کړي."

د «رواداري» په نوم د بشري حقونو د سازمان مشره او په تېر جمهوري نظام کې د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وايي چې د انټرنیټ بندول د سرغړونو پر وړاندې د خلکو او مدني ټولنې سازمانونو د اصلي وسیلې بندول دي.

په دې اړه نور: د انټرنیټ له ۴۸ ساعته پرې کېدو سره په افغانستان کې د خوراکي موادو بیې لوړې شوي

دې د عدالت د غوښتنې او د بشري حقونو د سرغړونو د مستندولو په بهیر کې د انټرنیټ د اهمیت په اړه زیاته کړه:

"انټرنیټ دا اسانتیا برابروي چې موږ نه یوازې د بشري حقونو له وضعیته خبر شو، بلکې د مخنیوي یا بندولو لپاره یې هم کار وکړو، همدارنګه په هغو قضیو کې چې د مدني ټولنې فعالین، ښوونکي او روڼ اندي د طالبانو لخوا نیول شوي یا ورک شوي دي، د همدې انټرنیټ له لارې موږ خبر شو او خپله عدالت غوښتنه مو مخ ته یوړه.”

په دې اړه نور:  ملګري ملتونه: طالبانو د انټرنیټ په بندولو سره د افغانستان اقتصادي ثبات له خطر سره مخ کړ
فعالان وايي چې آنلاین فضا ته د خلکو د لاسرسي محرومول، د بشري حقونو پراخه سرغړونو ته لاره هواروي.

د طالبانو حکومت د دوشنبې په ماښام (د میزان په ۷مه) په ټول افغانستان کې انټرنیټ او مخابراتي شبکې پرې کړې او د چهارشنبې په ماښام (د میزان په ۹مه) یې بیا وصل کړې، خو تر اوسه یې د خپل دغغه اقدام په اړه کوم وضاحت نه دی ورکړی.

د طالبانو دا پریکړه له پراخو کورنیو او نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

په افغانستان کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینټ، د انټرنیټ له بیا وصلولو وروسته وویل چې د انټرنیټ پرې کول د خلکو ژوند ګډوډوي او د خلکو حقونه نقضوي او معلوماتو ته د دوی لاسرسی بندوي، چې په خبره یې دا ډول اقدامات باید هېڅ کله پلي نه شي.

په افغانستان کې د انټرنیټ او مخابراتي شبکو د ۴۸ ساعتونو بندیدو پراخې پایلې درلودې؛ بانکونه او سوداګریزې معاملې وځنډول شوې، په بندرونو کې صادرات او واردات ګډوډ شول، د تبادلې دفترونه له فعالیته ولوېدل، ټلیفوني اړیکې پرې شوې او آنلاین سوداګرۍ او د خلکو ورځني چارې له جدي ستونزو سره مخ شوې.