خلیلزاد:زما برداشت دادی چې امریکا نه غواړي بګرام اډه له افغانانو واخلي

زلمی خلیلزاد

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازي زلمی خلیلزاد وایي، د بګرام د هوایي اډې او د امریکا او افغانستان ترمنځ د احتمالي امنیتي همکارۍ په اړه غلط او ناسم معلومات خپاره شوي.

هغه تېره شپه پر خپله ایکس پاڼه/ پخواني ټویټر لیکلي " زما د برداشت له مخې، د امريکا متحد ايالات نه غواړي چې له افغانانو څخه بګرام واخلي یا یې ځان سره ضمیمه کړي".

که څه هم ښاغلي خلیلزاد نه دي ویلي چې په دې اړه غلط خپاره شوي معلومات کوم دي، خو مخکې نوموړي ویلې و چې ښایي افغانستان او متحده ایالاتونه د لا زیاتې امنیتي همکارۍ او ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې لپاره له بګرام اډې کار واخلي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې لږ تر لږه درې ځله د بګرام اډې د بیرته نیولو خبره وکړه او د ټولنیزو رسنیو په یوه پوست کې یې ګواښ وکړ، که افغانستان دغه اډه ورنه کړي، بده به ورپېښه شي.

خو د طالبانو حکومت د بګرام هوایي اډې په اړه د ولسمشرټرمپ د وروستیو تندو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د افغانستان خپلواکي د دوی اصلي لومړیتوب دی او متحده ایالات دې د دوحې تړون ژمنو ته وفادارپاتې شي.