د اسراییل پوځ له غزې ښارڅخه د پاتې اوسیدونکو د وتلو لپاره یوه بله لاره پرانیزي.
پوځ وویل چې دغه نوې لاره به د چهارشنبې له غرمې څخه د سپتمبر تر ۱۹مې، د جمعې تر غرمې پورې پرانیستې وي.
دغه اقدام په غزې ښار کې د اسراییلو د پوځ د عملیاتو په دویمه ورځ هغه مهال وشو چې په زرګونو کسانو چې د کورونو وسایل یې راټول کړي و، هڅه کوله چې د الرشید له ساحلي لارې له غزې ښارڅخه ووځي.
د اسراییلي رسنیو د راپورونو له مخې، د اسراییلو پوځ اټکل کوي چې د غزې ښارد شاوخوا یوملیون نفوس ۳۷۰،۰۰۰ تنو یې د سې شنبې تر ورځې پورې خپل کورونه پریښي او د جنوبي المواسي سیمې پر لور کډه شوي دي.
اسراییلو د غزې اوسیدونکو ته خبرداری ورکړی چې له سیمې ووځي.
اسراییل ادعا کوي چې په غزې ښارکې د حماس نژدې درې زره وسله وال پټ شوي او هغوی له ولسي خلکوڅخه د ډال په توګه کاراخلي. حماس د اروپایي ټولنې او د امریکا د متحدو ایالتونو له لوري د یوه تروریستي سازمان په توګه پیژندل شوی.
د اسراییل د غه خبرداري غبرګونونه هم راپارولي دي.
د اروپایي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشرې کایا کالاس ویلي چې دغه عملیات به په سیمه کې وضعیت له دې هم خراب کړي.
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش پرون سې شنبې د غزې وضعیت وحشتناک وباله او ویې ویل چې لیواله دی چې راتلونکې اونۍ د اسراییل له صدراعظم بنیامین نتنیاهو سره وګوري او په دې اړه به ورسره خبرې وکړي.