د ایران حکومت یو تن د "اسرائیل لپاره د جاسوسۍ" په تور اعدام کړ

د ایران حکومت یو تن د "اسرائیل لپاره د جاسوسۍ" په تور اعدام کړ.

د ایران دولتي رسنیو نن راپور ورکړ چې بابک شهبازي، له یوه بل کس، اسماعیل فکري سره یوځای، چې په جون کې اعدام شو، د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې د موساد (د اسرائیل استخباراتي ادارې) لپاره جاسوسي کوله.

سږ کال د اسراییلو لپاره د جاسوسۍ په تور د خلکو اعدامونه د پام وړ زیات شوي دي.

یوازې په تیرو څو میاشتو کې، ایران لږترلږه نهه کسان د اسراییلو لپاره د جاسوسۍ په تور اعدام کړي دي.

شهبازي یو قراردادي و چې په ځینو دولتي ودانیو کې یې د یخولو سیسټمونه نصبول.

هغه له امنیتي او نظامي مرکزونو څخه د حساسو معلوماتو د راټولولو لپاره د خپل موقف په کارولو تورن شوی و.

د شهبازي وکیل له سترې محکمې څخه غوښتنه کړې وه چې د پخوانۍ محکمې پرپریکړې بیاکتنه وکړي، خو سترې محکمې د هغه د استیناف غوښتنه رد کړه.