د ملګرو ملتونو بودیجه کمیږي

د ملګرو ملتو سرمنشي، انتونیو ګوتیریش

د ملګرو ملتونو سرمنشي منشي انتونیو ګوتیریش د راتلونکي کال لپاره د ملګرو ملتونو په عادي بودیجه کې د پنځلس په سلو کې د کمیدو وړاندیز کړی دی، چې تر مخکنۍ بودیجې پنځه سوه میلیونه ډالر کمه ده.

فرانس پریس اژانس څرګندوي چې دا خبر د سې شنبې په ورځ په هغو لیکونو کې په ډاګه شو چې د سرمنشي له لورې غړیو هیوادونو او د ملګرو ملتو مامورینو ته استول شوې دي.

د ملګرو ملتونو یوه لوړ پوړي چارواکي وویل چې دا نوې بودیجه درې اعشاریه دوه سوه اته دیرش میلیارډه ډالر ده چې له امله به یې د ملګرو ملتو نژدې دوه زره اووه سوه دندې له منځه ولاړې شي. د ملګرو ملتو دې چارواکي دا هم ویلي دي چې د بودیجې له کمیدو سره به د یوشمیر نورو برخو ترڅنګ د ملګرو ملتو د بشري حقونو هڅې اغیزمنې شي.

مخکې د ملګرو ملتو سرمنشي ویلي و چې د دوه زره شپږ ویشتم کال بودیجه به د روان میلادي کال د بودیجې په څیر وساتي، خو اوس د فرانس پریس اژانس د یوه راپور له مخې چې د بودیجې د کمیدو یو علت هم د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تګلارې دي چې په ځینو مواردو کې یې د ملګرو ملتونو بودیجه کمه کړې ده.

د سوله ساتو له بودیجې پرته واشنګتن په تیرو کلونو کې د ملګرو ملتو دوه ویشت په سلو کې بودیجه تامینوله.