اروپایي ټولنه پر اسراییل بندیزونه لګوي

بروکسل- د اروپایي کمیسیون ودانۍ

تمه ده چې د اروپايي اتحادیې کمیشنران سبا په غزه کې د جګړې له امله په اسراییل نوي بندیزونه ولګوي.

د اروپايي کمیسیون ویاندې پاولا پنهو نن خبریالانو ته وویل چې کمیشنران به سبا د اسراییل پر وړاندې د اقداماتو یوه بسته تصویب کړي.

هغې زیاته کړه چې د اقداماتو یوه برخه به د اسراییل او اروپايي اتحادیې ترمنځ د سوداګرۍ په تړونونو کې شامل مالي امتیازات تنظیم کړي.

اسراییل تیره شپه له درنو هوایی بریدونو وروسته د غزې ښار په ډیرو برخو کې ځمکني عملیات پیل کړل.

د اسراییل د پوځ یوه ویاند د سې شنبې په ورځ وویل چې ځواکونو یې په غزه ښار کې د حماس په اصلي اډه کې خپل پلي عملیات پراخ کړې دي.

متحده ایالات او اروپايي اتحادیه حماس یوه ترهګره ډله ګڼي.

په غزه کې د اسراییلو د عملیاتو پراختیا له نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمیشنر ولکر ترک د اسراییلو دا اقدام "د نه منلو وړ" وباله.

هغه AFP او رویټرز ته وویل چې "وینه تویونه باید ودرول شي."