د پاکستان پوځ د وسله والو په حملو کې د ۱۹ سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی

د خیبر پښتونخوا مرکز پېښور له یوه وسله وال برید وروسته (آرشیف)

د پاکستان پوځ تایید کړې ده چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه یې نولس تنه پوځیان د شنبې په ورځ په وسله والو حملو کې وژل شوي دي.

پوځ پرون په یوه بیان کې وویل چې لومړۍ حمله د جنوبي وزیرستان په بدر نومې سیمه کې هغه مهال وشوه چې وسله والو د پاکستان د پوځ د موټرو پر کاروان برید وکړ. په بیان کې راغلي دي چې په دې نښته کې ۱۲ سرتېري او ۱۳ تنه وسله وال ووژل شول او څلور نور کسان ټپیان شول.

د دې برید پړه د پاکستاني طالبانو تحریک ټي ټي پي پر خپلو ټولنیزو پاڼو ومنله.

پوځ په یوه جلا بیان کې په کوز دیر کې هم په یوه نښته کې د اوو سرتېرو او لسو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی. بیان زیاتوي نښته هغه مهال پیل شوه چې امنیتي ځواکونو د وسله والو یو پټنځای وموند.

پاکستان ادعا کوي چې د پاکستاني طالبانو پټنځایونه په افغانستان کې دي خو افغان طالبانو دا ادعا په وار وار رد کړې ده او وايي پاکستان دې د خپلو ناکامیو پړه د افغانستان غاړې ته نه اچوي.