چارلي کرک یو محافظه کاره سیاسي فعال او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له نږدې ملاتړو وو چې د سپټمبر په ۱۱مه په یوتا کې په ډزو سره ووژل شو.
ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ وویل ډاډمن دی چې د چارلي کرک د قتل شکمن کس نیول شوی دی.
«زه هیله من یم چې هغه ګناهکاره وپيژندل شي. او زه هیله لرم چې د مرګ سزا ورته ورکړل شي. څه یې چې وکړل، چارلي کرک ډېر ښه کس وو. د داسې وړ نه وو»
ټرمپ، چې د تاوتریخوالي په غندلو کې له ډیموکراټانو سره یوځای شوی، زیاته کړې چې چارلي کرک ته به د جمهوري ریاست د ازادۍ مډال چې د امریکا تر ټولو لوړ ملکي مډال دی ورکړي.
چارلي کرک او ولسمشر ټرمپ
د کرک تابوت د یوتا څخه فینکس ته د ایرفورس - ۲ الوتکه کې لیږدول شوی.
ولسمشر ټرمپ خبریالانو ته ویلي چې پلان لري د کرک په جنازه کې ګډون وکړي. نور جزئیات نه دي خپاره شوي.
د یوتا والي سپنسر کاکس هم خبریالانو ته وویل د یوتا یو ځوان سړی چې د چارلي کرک د وژنې شک پرې شوی، په توقیف کې دی.
دوه ویشت کلن ټیلر رابنسن چې د چارلي کرک د وژنې په تور نیول شوی
نیول شوی کس ۲۲ کلن ټایلر رابنسن یاد شوی. راپورونو کې راغلي چې د رابنسن پلار خپل زوی د هغو عکسونو له مخې پيژندلی وو چې پولیسو خپاره کړي وو.
د رابنسن پلار یوه پادري/کشش ته دا خبره کړې وه او له هغه یې غوښتي وو چې د زوی په ارامولو کې یې مرسته وکړي. پادري سمدستي پولیسو ته خبر ورکړی وو چې بلاخره د چارلي کرک په وژنه کې د مشکوک کس د نیولو سبب شو.
مخکې د امریکا د فدرال څېړنو ادارې اف بي ای د چارلي کرک د وژنې د عامل د ځای ځایګي او معلوماتو په بدل کې د یو لک ډالرو انعام ټاکلی وو.
د یوتا والي سپنسر کاکس زیاته کړې: «د کورنۍ یو غړی چې پلټونکو ورسره خبرې کړې دي ویلي چې رابینسن په دې وروستیو کې ډیر سیاسي شوی و او د کرک په اړه یې په سپکاوي سره خبرې کولې.»
هغه وویل داسې ښکاري چې ټیلر رابنسن یوازې عمل کړی او تحقیقات روان دي.
د FBI رییس کاش پټیل هم په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې رابنسن د پنجشنبې په شپه، د کرک له وژنې څخه ۳۳ ساعته وروسته ونیول شو.
فدرالي او ایالتي پلټونکو د هغه سړي عکسونه او ویډیو خپره کړه چې دوی باور لري د پنجشنبې په ورځ د پیښې مسؤل دی.
کرک د یوتا پوهنتون په کیمپس کې خلکو ته د وینا پر مهال په مرمۍ وویشتل شو. د دې صحنې ژوندۍ ویډیوګانې په خواله رسنیو لاس په لاس کېږي چې یوه ډېره زړه بوږنوونکې شېبه ښکاروي. چارلي کرک د یوې پوښتنې په اړه ځواب وايي او په همدې شېبه پرې ډزې کېږي چې مرمۍ یې په ستوني لګېږي او سمدستي د وینو داره ترې کېږي. چارلي کرک وروسته په روغتون کې ساه ورکړه.
چارلي کرک، د ډونالډ ټرمپ نږدې متحد وو چې د ځوانو جمهوري غوښتونکو رای ورکوونکو په هڅولو کې یې مهم رول لوبولی دی.