افغان کرکټ لوبډلې په اسیایي جام کې خپله لومړۍ لوبه وګټله

په متحد عربي اماراتو کې د هند، افغانستان او پاکستان د کرکټ لوبډلو کپتانان- سپتمبر-۹- ۲۰۲۵

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په اسیایي جام کې د هانګ کانګ لوبډلې ته د څلور نوي منډو په توپیر ماتې ورکړه.

دا د روان اسیایي جام لومړۍ لوبه وه چې تیرماښام په ابوظبي کې ترسره شوه.

لومړی بټنګ افغانستان وکړ چې په ټاکلیو شل اورونو کې یې یوسل او اته اتیا منډې جوړې کړې. په افغان بټسمینانو کې صدیق الله اتل په درې اویا منډو ناسوځیدلی پاتې شو، عظمت الله عمرزي پنځوسیزه وکړه.

مقابل لورې په شل اورونو کې څلور نوي منډې جوړې کړې او نهه لوبغاړي یې وسوځیدل.

افغانستان او هانګ کانګ په ( ب) ګروپ کې له بنګله دیش او سریلاناکا سره یوځای شوې دي.

په الف ګروپ کې متحد عربي امارات، عمان، هند او پاکستان سره لوبیږي.

نن به په دې اتلولیو کې هند له کوربه هیواد، متحد عربي اماراتو سره مخامخ شي.

د دې جام پایلوبه به د سپتمبر په اته ویشتمه ترسره شي.